ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې له منظمو جرمنو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینې کې داسلام اباد او تهران د امنیتی ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3489087 خپرونې تاریخ : 2024/04/22
ایکنا- د اسلامی نړۍ د ټولنې له خوا د؛اسلامی مذهبونو ترمنیځ د پل د جوړیدا ؛په عنوان سره یو نړیوال کنفرانس په مکې مکرمې کې له پرون راهسې د اسلامی هیوادونو د مختلفو مذهبونو د عالمانو او متفکرانو په شتون او دغه راز د ایران د سالامی جمهوریت د دوو ویناوالو په شتون سره پيل شوی او تر سبا پورې به دوام ولري.
د خبر لمبر: 3488898 خپرونې تاریخ : 2024/03/18
ایکنا- داهل بیت (ع) دنړیوالې ټولنې کلتوري مرستیال په یولړڅرګندونو کې ووئيل، د اهل تسنن اصلي پيروکار له دغو تکفیری ترهه ګرو ډلو سره سخت مخالف دي او له دوي سره ښه رویّه نه لري او دوي بدعت کونکي او منحرف ګڼي ، داعش د اهل سنت صوفیان مشرک ګڼي،په هماغه اندازه چې شیعیان مشرک ګڼي او که قدرت ترلاسه کړي ،نو له دوي سره به یو شان چلند وکړي.
د خبر لمبر: 3488678 خپرونې تاریخ : 2024/02/05
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه له نیواک وروسته په افغانستان کې لومړی رول لري.
د خبر لمبر: 3488648 خپرونې تاریخ : 2024/01/30
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په خبري ناستې کې ووئيل، د پاکستان حکومت د اسلامی ایران ولسمشر ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې ده ،مونږ هم هڅه کوو په لوړه سویه په راشه دیرشه سره د سیمه ایزو مشکلاتو یوه حل لاره پخپله ولټوو.
د خبر لمبر: 3488642 خپرونې تاریخ : 2024/01/29
ایکنا- پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکی سفر دا ثابتوي چې ترهګر او د پردې تر شا د هغوی ملاتړی به هېڅکله ونکړې شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ښو اړیکو کې ګډوډي رامنځته کړي.
د خبر لمبر: 3488638 خپرونې تاریخ : 2024/01/29
ایکنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.
د خبر لمبر: 3488636 خپرونې تاریخ : 2024/01/28
ایکنا- د لبنان د حزب لله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله ډير مخکې پخپلې یوې په زړه پورې وینا کې هغه مهال،چې لا د فلسطین د مقاومتي مبارزانو او ددنیا د پتمنو مبارزانو ترمینځ دومره یووالی او پيوستون نه درلود، ددنیا استعماري او استکباري قدرتونو او دهغوي ټولو تالی څټو ته چې د اسلامی امت د ویشلو او د شیعه او سني ترمینځ ئې اختلافاتو ته لمن وهله وئيلی وو چې د علی ابن ابی طالب شیعیان به هیڅکله هم د فلسطین مظلوم ولس یوازې پرې نږدي او دوي سره به مټ په مټ جنګیږي،څو د دوي لومړني حقوق او خپل ټاټوبی بیرته ونه ګرځول شي.
د خبر لمبر: 3488635 خپرونې تاریخ : 2024/01/28
ایکنا- د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛هیله من یوو د دواړو هیوادونو ترمینځ له ارتباطاتي چینلونو په ګټه پورته کولو په تیره بیا د امنیتي او د استخباراتي ملګرتیاو په پیاوړي کولو سره به په خپلو سرحدونو کښې له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې کولو جوګه وو.
د خبر لمبر: 3488626 خپرونې تاریخ : 2024/01/27
ایکنانیوز- د افغانستان په کابل کې دایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو له وزیر قلندر عباد سره په کتنې کې په افغانستان کې د درملنې د خدماتو د سوئې د لوړتیا په باب د نظر تبادله ووکړه او وې وئيل، په دغه هیواد کې به دروغتیائي چارو په باب ملګرتیا نوره هم زیاته کړي.
د خبر لمبر: 3488401 خپرونې تاریخ : 2023/12/10
ایکنا-(واشنګټن) هندی مسلمانان چې له هرپلوه له دسیسو او نفرتونو سره مخ دي، په هندوستان کې د اجتماعی او سیاسی مشکلاتو په رامینځةکیدا کې ، دناروغیو په خپریدا کې،د آبادۍ تر چاودیدونکي حده په زیاتیدا کې او دغه راز دهرډول ترینګلتیاؤ زمه وار ګڼل کیږي او دغه نفرت له واټه تر پارلیمانه رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488076 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د حکومت له خوا په دغه هیواد کې دغیر قانونی اوسیدونکو کډوالو د ویستلو له ویرې په ډيرو ښارونو کې اوسیدونکو افغانانو خپل جائيدادونه خرڅول پیل کړي چې له امله ئې په دغه هیواد کې د شیانو بیّې او د کورونو کرائې په کیمدا دي.
د خبر لمبر: 3488063 خپرونې تاریخ : 2023/10/07
د اماراتو د سلطنتي محکمې مرستیال
ایکنا-(تهران) په دیني چارو کې د متحده عربی اماراتو د سلطنتی دیوان سلاکار علی الهاشمي له خوارجو سره په مخامخیدا کې د حضرت امام علی(ع)سیرت ته په اشارې سره ووئيل،امام علی خپلو بیروکارو ته ټینګر کړی چې خوارج له زیات انحراف پرته کافر نه ګڼي او دا چاره باید د مونږ لپاره بیلګه شی.
د خبر لمبر: 3488047 خپرونې تاریخ : 2023/10/02
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت په تهران کې د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکي دستورې نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسی په شتون او وینا سره د سرمشریزې په هال کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488043 خپرونې تاریخ : 2023/10/01
ایکناـ(ریاض) په عربستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر په ریاض کې د دغه هیواد دکتاب دنړیوال نندارتون چې د ریاض ښار په ملک سعود پوهنتون کې ترسره شوی،مختلف سټالونه ولیدل او د نندارتون په باب ئې معلومات ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3488037 خپرونې تاریخ : 2023/10/01
د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس چې د وبینار له لارې ترسره کیږي، په دوهمه ورځ د ایران او اسلامی هیوادونو یو شمیر شخصیّتونوپخپلو ویناؤ کې خپل نظرونه او نظرئې وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488035 خپرونې تاریخ : 2023/10/01
ایکنا-(تهران) د ګانا افریایقائي هیواد د اهل سنت یو لوی دیني عالم ووئيل،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت الله.العظمی سید علی خامنه اي په رهبرۍ اسلامی وحدت د ستاینې وړ دی او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی بیلګه دی.
د خبر لمبر: 3488032 خپرونې تاریخ : 2023/09/30
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت ولسمسشر ابراهیم رئیسي د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هیواد و لی عهد محمد بن سلمان ددغه هیواد د ملی ورځ د رارسیدا په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کې مبارکي ووئيلّه.
د خبر لمبر: 3487994 خپرونې تاریخ : 2023/09/23
ایکنا(مکه مکرمه)د بیت الله الحرام څه دپاسه یو میلیون اته لکه حاجیانو چې زیاتره ئې بهرني حاجیان دي ، د قربانۍ د لوي اختر په لومړۍ ورځ پرون د منا په مشعر کې د عقبه رحمي جمرات مناسک ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3487552 خپرونې تاریخ : 2023/06/29
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه لري، د تهران او ریاض اړیکو له ټینګیدا څخه ئې د اسلامی ملتونو او دحکومتونو خوشالۍ او هرکلی ته اشاره وکړه.
د خبر لمبر: 3487487 خپرونې تاریخ : 2023/06/18